له خپل سیستم څخه د Tor براوزر لري کول اسانه کار دی:
په وینډوز کې:
- د خپل Tor براوزر فولډر یا اپلیکیشن ومومئ. عادي موقعیت یې ډیسکټاپ وي.
- د Tor براوزر فولډر یا اپلیکیشن پاک کړئ.
- خپله کثافت داني مو خالي کړئ.
په macOS کې:
- خپل د Tor براوزر اپلیکیشن مو ومومئ. عادي موقعیت یې د اپلیکیشنونو فولډر دی.
- د Tor براوزر اپلیکیشن کثافت دانې ته یوسئ.
- د خپل
~/Library/Application Support/
فولډر ته ولاړ شئ.
- پام مو وی چې د Library فولډر د macOS په نویو نسخو کې پټ وي. د دې لپاره چې په فاینډر کې دې فولډر ته ورشو، نو د "Go" په مینو کې "Go to Folder..." وټاکئ.
- وروسته بیا په کړکۍ کې
~/Library/Application Support/
ولیکئ او پر Go باندې کلیک وکړئ.
- د TorBrowser-Data فولډر ومومئ او هغه کثافت دانې ته ولیږئ.
- خپله کثافت داني مو خالي کړئ.
پام مو وي که چېرې تاسې د Tor براوزر په عادي موقعیت (د اپلیکیشنونو فولډر) کې نه وي انسټال کړی، بیا نو د TorBrowser-Data فولډر د ~/Library/Application Support/
په فولډر کې نشته، بلکې په هغه ورته فولډر کې دی چې تاسې په کې Tor براوزر انسټال کړی دی.
په Linux کې:
- د Tor براوزر فولډر ومومئ. په Linux کې کوم عادي موقعیت نشته، خو که چېرې تاسې د Tor براوزر انګلیسي ژبه کاروئ نو د فولډر نوم به یې "tor-browser_en-US" وي.
- د Tor براوزر فولډر پاک کړئ.
- خپله کثافت داني مو خالي کړئ.
پام مو وي چې ستاسې د عامل سیستم د "Uninstall" له معیاري وسیلې نه کار نه اخیستل کېږي.