په عادي حالت کې، د Tor براوزر ستاسې امنیت ستاسې د براوزینګ کېدونکې ډیټا په انکریپټ کولو سره خوندي ساتي.
تاسې کولای شئ خپل امنیت د وېب د ځینو ځانګړنو په غیرفعالولو سره لا زیات کړئ کوم چې ستاسې د امنیت او ناپیژاندتیا د سازګارتیا لپاره کارول کېږي.
تاسې کولای شئ دا کار د shield په مینو کې د Tor د براوزر د امنیت د کچې په زیاتولو تر سره کړئ.
د Tor د براوزر د امنیت د کچې په زیاتوالي سره به د وېب ځینې پاڼې له سم فعالیت کولو نه را وګرځوي، نو له همدې امله تاسې باید د خپلې اړینې کارنده تیا د کچې له مخې خپل امنیت زیات کړئ.
امنیتي تنظیماتو ته لاسرسی لرل
امنیتي تنظیماتو ته د Tor د براوزر د URL بار کې نږدې د ډال پر ایکن باندې کلیک کولو سره لاسرسی لرلای شئ.
د خپلو امنیتي تنظیماتو د لیدلو او تعدیل لپاره، د ډال په مینو کې د «تنظیماتو» پر تڼۍ کلیک وکړئ.
امنیتي کچې
د Tor د براوزر په امنیتي تنظیماتو کې به د امنیتي کچې زیاتوالی غیرفعاله شي یا به هم د براوزر ځینې ځانګړنې د احتمالي بریدونو پر وړاندې د خوندیتوب په خاطر په جزیي بڼه سره غیرفعالې شي.
تاسې کولای شئ دغه تنظیمات بېرته هر کله چې مو وغوښتل د خپلې امنیتي کچې په تعدیلولو سره فعال کړئ.
سټنډرډ
- په دغه کچه کې، د Tor براوزر او د وېب سایټ ټولې ځانګړنې فعالې دي.
تر ټولو خوندي
دغه کچه د وېب پاڼې هغه ځانګړنې غیرفعاله کوي چې زیاتره یې خطرناکې دي. دا کار کېدای شي د دې لامل وګرځي چې ځینې سایټونه خپل فعالیت له لاسه ورکړي.
JavaScript په ټولو غیر HTTPSسایټونو کې غیرفعال دی؛ ځینې فونټونه او د ریاضي سمبولونه غیرفعال دي؛ غږیز او ویډیويي (HTML5 رسنۍ) د کلیک کېدو له مخې پلي کېږي.
تر ټولو زیات خوندي
دغه کچه یوازې د وېب پاڼې هغو ځانګړنو ته اجازه ورکوي چې د سټاټیک سایټونو او بنستیزو خدماتو لپاره اړین دي.
دغه بدلونونه پر انځورونو، رسنۍ او سکریپټونو اغېز کوي.
Javascript په ټولو سایټونو کې په عادي حالت کې غیرفعال وي؛ ځینې فونټونه، ایکنونه، د ریاضي سمبولونه او انځورونه غیرفعال وي؛ غږیز او ویډیويي (HTML5 رسنۍ) د کلیک کېدو له مخې پلي کېږي.